کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴ غویی، ۱۴۰۴ل)
د صهیونیستي حکومت لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، د فلسطین سره د روانې جګړې په اړه ویلي، چې اسرائیل د خپل تاریخ په یوه سخته جګړه کې ښکیل دی، چې د دې جګړې دوښمنان، پرته له دې چې سني وي او که شیعه، په ګډه د اسرائیل پر وړاندې جګړه کوي.
نتنیاهو زیاته کړه، “دښمنان مو په دې جګړه کې سره یو ځای شوي دي، هغوی له ټولو مذهبي توپیرونو پرته د اسرائیل پر ضد د خپلو اهدافو لپاره یوځای کار کوي.” هغه همدارنګه څرګنده کړه، چې اسرائیل به هیڅکله اجازه ورنکړي چې د دوی دښمنان د خپلې جګړې په بریا کې کامیاب شي.
د اسرائیل لومړي وزیر د دې خبرو په ترڅ کې ټینګار وکړ چې اسرائیل به خپلو دفاعي تدابیرو ته دوام ورکړي او خپل ملت به د ټولو تهدیدونو څخه خوندي کړي.
نتنیاهو د جګړې په شدت سره د خپل ملت د ارادې پیاوړتیا ستاینه وکړه، او ویې ویل چې اسرائیل په هر صورت کې د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره مبارزه کوي.


















