کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ غویی، ۱۴۰۴ل)
د ملي پراختیا شرکت مسؤولین وایي، چې د تورخم په عمري پنډغالي کې د یو مهم اداري کمپلېکس د جوړېدو چارې په یوازې ۱۵ ورځو کې بشپړې شوې.
ياد شرکت مسوولینو ويلي، چې د دې کمپلېکس جوړول د ملي پراختیا شرکت د عملياتي ټيمونو د شپه او ورځ نه ستړي کېدونکو هلو ځلو په ټاکلو پنځلس ورځو کې بشپړ شول چې په وينا يې ډېر ژر د رسمي مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ملي پراختیا شرکت ویاند نبي الله ارغندیوال ویلي، چې یاد کمپلېکس د مخکې جوړو قطعاتو په مرسته جوړ شوی او پر ۳۲۰۰ متره مربع ځمکه باندې رغول شوی زیاتوي د کمپلېکس په جوړښت کې ۶۰ اداري خونې، یوه عصري کنفرانس خونه، تشنابونه او اړوندې نورې اسانتیاوې شاملې دي.
دغه نوې ودانۍ به د کډوالو چارو د ادارې د خدماتو د منظمېدو او چټکو فعاليتونو لپاره مهم ګام وي، او هېواد ته راتلونکو کډوالو ته به د اغېزمنو اداري خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره کړي.


















