جنرال یحیی سریع نړیوالو هوایي شرکتونو ته: اسرائیلو ته الوتنې بندې کړئ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ غویی، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسله‌والو ځواکونو نړیوالو هوایي شرکتونو ته خبرداری ورکړی، چې اسرائیلو ته خپلې الوتنې باید بندې کړي، ځکه چې دوی د اسرائیلو د هوايي محاصرې اعلان کړی دی.

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند جنرال یحیی سريع د المسیرة ټلوېزیون له لارې ویلي، چې د غزې د ځمکنۍ محاصرې په غبرګون کې به د اسرائیلو ټول هوايي ډګرونه د دوی د بریدونو هدف وي.

“موږ نړیوالو شرکتونو ته خبرداری ورکوو چې د اسرائیلو پر لور پروازونه لغوه کړي، ځکه دا هوايي ډګرونه نور خوندي نه‌دي.” نوموړي زیاته کړه، چې دا اقدام د غزې د مظلوم ولس د ملاتړ په موخه ترسره کېږي.

دا خبرداری وروسته له هغې ورکول کېږي چې د دوی له خوا ویشتل شوی یو بالیستیک توغندی د اسرائیلو د بن ګوریون هوايي ډګر ته نږدې لګېدلی، چې له امله یې ۸ تنه ټپیان شوي او له یاد هوایي ډګر څخه پروازونه ځنډول شوي دي.

د یمني ځواکونو د دې برید له امله یو شمېر نړیوالو شرکتونو، لکه بریتیش ایروېز، لوفتهانزا، ډیلټا، او ایرفرانس، خپل پروازونه یا لغوه کړي، یا یې هم ځنډولي دي.

اسرائیلي چارواکو ویلي چې د توغندي د برید په غبرګون کې به یمني اهداف په نښه کړي.

کارپوهان باور لري چې دا اقدام د سیمې امنیتي وضعیت لا نور خرابولی شي، او د نړیوالو هوايي اړېکو پر جریان به هم ژور اغېز ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button