الرؤیة عربي ورځپاڼه:یمني توغندي اسرائیل ویرولي دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ غویی، ۱۴۰۴ل)

د یمني ځواکونو له لوري د اسرائیلو پر بن ګوریون نړیوال هوايي ډګر د بالیستیک توغندي برید، د منځني ختیځ په سیاسي او نظامي فضا کې ژور بدلون راوستی دی.

د “الرؤیة” عربي ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه توغندی یواځې نظامي هدف نه و، بلکې یو ستراتيژیک او رواني پیغام هم و، چې اسرائیلو ته یې د مقاومت نوی ډول څرګند کړ.

برید داسې مهال ترسره شو، چې د غزې محاصره دوام لري او د یمن وسله‌وال ځواکونه وایي، دا یې د فلسطیني ولس د ملاتړ لپاره کړی. توغندی د بن ګوریون هوايي ډګر د الوتکو تم‌ځای ته څېرمه لګېدلی، چې ژوره چاودنه یې رامنځته کړې او د نظامي شنونکو له نظره، دا د توغندي دقت او استخباراتي همغږي ښيي. ۱-برید د اسرائیلو د هوايي دفاعي سیسټمونو نیمګړتیاوې بربنډې کړې.۲-نړیوالو شرکتونو اسرائیلو ته خپل پروازونه لغوه کړي، لکه لوفتهانزا، بریتیش ایروېز، او ایرفرانس. ۳-د اسرائیلي ولس ترمنځ ویره خپره شوې او زرګونه کسان د پناه ځایونو پر لور تللي دي.سیاسي شنونکي وایي چې دا برید کولی شي د اسرائیلو د نړیوال حیثیت او اقتصادي ثبات لپاره یو خطرناک تحول وي.د یمن له خاورې دا ډول بریدونه، چې د اسرائیلو پر مهمو تاسیساتو متمرکز دي، ښيي، چې مقاومت غواړي د اسرائیلو پر وړاندې جګړه له نوې زاویې تعقیب کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button