په غزني کې د ۳۰ معیاري کشمش‌خونو د جوړېدو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ غویی، ۱۴۰۴ل)

د غزني د کرنې ریاست مسوولین وايي، د افغانستان د بیارغونې کمېټې (ANRCC) په مالي مرسته د دغه ولایت په مرکز، ده‌یک او اندړو ولسوالیو کې د ۳۰ معیاري کشمش‌خونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

د مسوولينو په وينا، د دې پروژې لپاره ۲۰۰ زره امریکايي ډالر ځانګړي شوي او تمه ده چې په راتلونکو درېیو میاشتو کې بشپړه شي.

د کرنې رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب وايي، هره کشمش‌خونه به د ۲۷ تر ۳۵ ټنه انګورو د ځای پر ځای کولو ظرفیت ولري او د نړیوالو معیارونو پر بنسټ به د ممیزو تولید ته زمینه برابره شي.

نوموړي دا پروژه د بڼوالو د عوایدو د زیاتوالي او اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهمه یاده کړه.

یو شمېر بڼوال هم د دغې پروژې هرکلی کوي او وايي، چې کشمش‌خونې به د انګورو د وچولو بهیر معياري کړي او د تازه انګورو بازار به هم ښه اغېز وویني.

دوی له حکومت او مرسته کوونکو ادارو غواړي چې دا ډول پروژې لا پراخې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button