پاکستان وايي، پنځه هندي جنګي الوتکې يې نسکورې کړي او هندي پوځيان يې ژوندي نیولي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ غویی، ۱۴۰۴ل)
هندي رسنيو ويلي، چې د دغې هېواد درې جنګي جټ الوتکي د جمو او کشمیر په مختلفو سیمو کې لوېدلي دي.
د هند یوه لوړپوړي چارواکي د «هندو» ورځپاڼې ته ویلي، دغه الوتکې په آخنور، رامبان او پامپور سیمو کې نسکورې شوي دي.
بل لور ته د پاکستان چارواکو ادعا کړې، چې د دوی هوايي دفاعي سیستم تېره شپه پنځه هندي جنګي الوتکې هغه مهال نسکورې کړې، چې ګواکي د پاکستان پر خاوره یې د برید هڅه کوله.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ادعا کړې چې نه یوازې الوتکې یې راوغورځولې، بلکې څو هندي سرتېري یې هم ژوندي نیولي دي. د ژونديو نيول شويو هندي سرتيرو د نيول کېدو په اړه نور جزيات نه دي ورکړل شوي.
په ورته مهال، د هند پوځ ویلي چې دوی د پاکستان دننه نهو نظامي هدفونو باندې بمبار کړی، چې په وینا یې یواځې وسلهوالې ډلې او نظامي تاسیسات یې هدف ګرځولي دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغه بریدونه «ناجوانمردانه، شریر او یرغلګر» بللي، او ټینګار یې کړی چې دا به بېځوابه پاتې نه شي. نوموړي د غچ اخیستنې سخت خبرداری ورکړی دی.
تر اوسه د هند حکومت د پاکستان د ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.



