کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ غویی، ۱۴۰۴ل)
د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه چې نن د ثور میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه پکې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د ځانبساینې په هدف څو مهمې طرحې او پالیسۍ وړاندې شوې، چې له ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون له خوا تایید شوې.
د اقتصادي معاونيت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تصویب شویو طرحو له جملې څخه د هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو لپاره د شپږو کرنیزو، ترویجي او نمایشي کمپلکسونو جوړول دي او زياتوي چې دغه کمپلکسونه به د ۴۴۷۹ جریبه ځمکې پر سر جوړ شي او بزګرانو ته به د عصري او میکانیزه کرنې په برخه کې مسلکي خدمات وړاندې کړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په غونډه کې همداراز د چرګانو سکټور د ځانبساینې پالیسي تصویب شوه، چې له مخې یې افغانستان د غوښې او دانې په تولید کې نږدې خودکفایي ته رسېدلی. دا مهال په هېواد کې شاوخوا ۱۴ زره فارمونه فعال دي چې تر ۴۰۰ زره کسانو ته مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه برابر کړي دي.
دغه راز د لبنیاتو سکتور د ځانبساینې پالیسي هم تایید شوه، چې له مخې به د هېواد لبنیات دننه تولید او پروسس شي او د نباتي غوړیو د تولید طرحه هم منظوره شوه، چې له مخې به يې په ۲۸۹ زره هکټاره ځمکه د غوړیو ورکونکو نباتاتو کرلو ته وده ورکړل شي.
خبرپاڼه زياتوي، د دې طرحې له تطبیق سره به د هېواد د غوړیو ۳۰ سلنه اړتیا پوره شي او اقتصادي کمېسيون ويلي چې یادې ټولې پرېکړې د منظورۍ لپاره د سلامي امارت زعيم دفتر ته واستول شوې.


















