چینایي پانګوالو په افغانستان کې د استوګنځایونو جوړولو لپاره ۱۰۰ میلیونه ډالره پانګونې ته چمتوالی وښود

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ غویی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن چارو مرستیال له چینایي پانګوالو سره کتلي دي او په دې کتنه کې چینی شرکت افغانستان کې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې ته چمتووالی وښود.

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو پراختیا مرستیال ښاغلي محمد اسماعیل فائز، د چارشنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر چینایي پانګوالو سره وکتل.

په دې لیدنه کې، چې د وزارت د اړوندو ریاستونو مسؤلینو هم پکې برخه لرله، چینایي پانګوال “لینبو چو” وویل، دوی له څه مودې راهیسې په افغانستان کې حضور لري او غواړي چې د مسکن په برخه کې پانګونه وکړي زیاته يې کړه:«که د کورونو جوړولو لپاره مناسب ځای یا ځمکه وټاکل شي، موږ چمتو یو چې ۱۰۰ میلیونه امریکایي ډالره پانګونه وکړو.»

د وزارت مرستیال ښاغلي فائز، د چيني پانګوالو هرکلی وکړ او وې ویل چې افغانستان د بیارغونې په برخه کې جدي اړتیا لري، په ځانګړې توګه د استوګنځایونو جوړول یوه مهمه اړتیا ده. نوموړي ډاډ ورکړ چې وزارت به د پانګوالو ملاتړ وکړي او د همکارۍ لپاره به لازمي اسانتیاوې برابرې کړي.

په پای کې، دواړه لوري دې ته سره سلا شول چې د همکاریو د څرنګوالي په اړه به په راتلونکې ناسته کې تفصیلي بحث وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button