کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ غویی، ۱۴۰۴ل)
په قطر کې د افغانستان د سرپرست حکومت سفیر، سهیل شاهین، د فرانسې له شارژدافیر، جین میرین شو، سره کتلي دي.
دغه لیدنه د دوحې په افغان سفارت کې شوې، چې پکې دواړو لوریو د افغانستان او فرانسې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، روان سیاسي وضعیت، بشردوستانه مرستو او د افغانستان د تاریخي اثارو د خوندیتوب او مرستو پر دوام بحث کړی دی.
د افغانستان سفارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلي شاهین له فرانسې غوښتي چې په کابل کې خپله سیاسي استازولي بېرته فعاله کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د کتنې پر مهال د بشري مرستو ترڅنګ، د افغانستان لرغونو او فرهنګي آثارو د ساتنې په برخه کې د فرانسې د مرستو پر پراخېدو هم خبرې وشوې.
دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې افغانستان دا مهال له شاوخوا ۴۰ هېوادونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري، او د بهرنیو چارو وزارت وایي ډېر ژر به دا اړیکې لا پراخې شي.


















