کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۱ غویی، ۱۴۰۴ل)
د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی د شاوخوا ۵ میلیونه، ۱۴۷ زره او ۸۲۵ افغانيو په مالي لګښت د شینوارو ولسوالۍ د ښاروالۍ نوې ودانۍ رسماً پرانیسته.
د ننګرهار د رسنيو دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، دغه ودانۍ د غني خېلو ښاروالۍ د داخلي عوايدو په مالي لګښت جوړه شوې ده.
د ښاروال عالمالدین نيازي په وينا، دا ودانۍ په شپږ بسوې ځمکه کې د یو کال په موده کې جوړه شوې او نهه اداري خونې، یو جومات، پنځه تشنابونه او نور اړین ملحقات لري.
د يادې پرانيست غونډې پر مهال د ننګرهار مرستيال والي د افغانيو د ترويج، د بانک څانګې پر فعالېدو، د مارکوه–غني خېلو سړک پر پراخېدو او د سوداګرۍ د لا پراختيا ژمنې هم وکړې.


















