کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ غویی، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې، “کتائب القسام”، اعلان کړی چې دوی پرېکړه کړې نن به هغه اسرائیلي عسکر خوشې کړي، چې د امریکايي تابعیت لري او نوم یې “عیدان الکساندر” دی.
د القسام ویاند ابو عبیده ویلي، چې دا اقدام د بشري اصولو او اخلاقي مسئولیت پر بنسټ ترسره کوي.
نوموړي زیاته کړې: «کتائب القسام پرېکړه کړې چې د صهیونیستي پوځ هغه عسکر، چې د امریکا تابعیت لري، نن له خپلو بندخونو څخه خوشې کړي.»
د دې عسکر د خوشې کولو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي، خو داسې ښکاري چې دا ګام د نړیوالو فشارونو او بشري غوښتنو په غبرګون کې اخیستل شوی وي.
د یادونې وړ ده چې دا اقدام عربي هېوادونو ته د ولسمشر ټرمپ له سفر سره هممهاله پورته کيږي او تمه کېږي، چې د ولسمشر ټرمپ له سفر وروسته به غزه کې یو بشپړ اوربند رامنځته او یادې تړانګې ته به د خوراکي توکو او درملو د واریدولو لړۍ پیل شي.


















