ټولګټو وزارت: په تېرو دوو اوونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې له ۱۵۳ زرو ټنه زیات واردات او صادرات ترسره شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ غویی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال د ثور له ۵مې تر ۱۸مې پورې، د هېواد له مختلفو بندرونو د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۳۵۳۳ مټریک ټنه توکي وارد او صادر شوي دي چې له دې جملې ۱۱۸۸۸۴ ټنه د حیرتان، ۱۱۸۳۹ ټنه د آقینې، ۱۱۱۲۵ ټنه د تورغونډۍ او ۱۱۶۸۵ ټنه د خواف–هرات پټلۍ له لارې انتقال شوي دي.
ټولګټو وزارت په خبرپاڼه کې ويلي، د یادو انتقالاتو یوه برخه صادرات او ټرانزیټ جوړوي، چې ټولټال ۶۸۷۱ ټنه کېږي زياتوي چې د صادرو شویو توکو له ډلې وچه میوه، معدني ډبرې، وریجې، د انار جوس او کچالو شامل دي.
د ټولګټو وزارت ویلي، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتوالی د ملي عوایدو د لوړوالي، کاري فرصتونو د ایجاد او اقتصادي ثبات په برخه کې مهم رول لري.



