یکشنبه, مارچ 15, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د هند هوایي ځواک له پاکستان سره جګړه کې څنګه ماته وخوړه؟

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
مې 12, 2025
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
25
ځلې شریک شوی
312
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د ۲۰۲۵ کال د می د ۷مې په لومړیو ساعتونو کې، د هند هوايي ځواک خپلې لسګونه جنګي الوتکې د ناڅاپي عملیاتو د ترسره کولو او د هغو ترهګرو ډلو د ادعا شوي مرکزونو د برید په هدف والوزولې چې د هندي سیلانیانو د وژنې مسؤلې یی بللي دي . هنديانو د خپلو عملیاتو نوم “سندور” غوره کړی و.

د پاکستان پوځ، چې څو ورځې وړاندې د خپلو استخباراتي او جاسوسي سیسټمونو په مرسته د هند د احتمالي برید پلان په اړه خبر شوی و، د جګړې په لومړۍ شپه په بشپړ ډول چمتو و، او د هیواد د ځمکنې لومړني خبرتیا راډار سیسټم او د هوايي ځواک اواکس الوتکو په چټکۍ سره د هندي جنګي الوتکو د الوتنې بڼه کشف کړه او د پاکستاني مداخلې جنګي الوتکو ته یې امر ورکړ چې له هندي بریدګرو ځواکونو سره مقابله وکړي.

دا هم ولولئ

په عراق کې یوې وسله‌والې ډلې پر امریکایي اډو د بریدونو ادعا کړې

په دوبۍ او منامه کې د امریکا «سيټي بانک» څانګې د ډرون برید هدف ګرځیدلي

ایراني جنرال: هرمز تنګي تر اوسه نه دی تړل شوی؛ خو بشپړ کنټرول یې زموږ په لاس کې دی

د پاکستاني سرچینو په وینا، د ۲۰۲۵ کال د می د ۷مې په شپه د هند او پاکستان د هوايي ځواکونو ترمنځ هوايي جګړه له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په ماډرن پړاو کې تر ټولو لویه هوايي جګړه وه، چې په کې د دواړو خواوو له ۱۲۵ زیاتو جنګي جټ الوتکو برخه اخیستې وه، او په دې جګړه کې د ۱۶۰ کیلومترو په واټن کې د توغندیو ډزې هم ثبت شوې وې.

د پاکستان د پوځ د رسمي راپور له مخې، د هند هوايي ځواک خپلې ۵۴ جنګي الوتکې په اتو ډلو کې د پاکستان پولو ته ولیږلي. له دغو الو تکو ۳۲ یې له هوا څخه ځمکې ته د اوږد واټن توغندي لیږدول او ۲۲ یې د ساتونکي رول لوبوه .

د هندي ساتونکو جنګي الوتکو تر منځ ۱۴ ماډرن فرانسوي رافیل جنګي الوتکې چې د دغه هیواد غوره جنګي الوتکې دي، د “ګوډزیلا” کوډ په نوم سره د کشمیر په لوړه د جګړې سیمې ته ننوتلې وې.

د هند د هوايي ځواک ټول حرکتونه د سویډني اواکس سب الوتکې AWACS Sub-2000) ) لخوا څارل کېدل چې د پاکستان د هوايي ځواک لخوا اداره کېده؛ د پاکستان AWACS الوتکه له سرحدي سیمې ۳۰۰ کیلومتره په واټن کې الوتنه کوله. ۳۲ پاکستاني جنګي الوتکې J-10 او JF-17 چې د چین جوړې دي هم پکې شاملې وې ، د احتمالي نښتې لپاره پولې ته نږدې له هوايي اډو الوتنه کوي.

وروسته له هغه چې هندي جنګي جټ الوتکو په پاکستان کې په هدفونو سکالپ او براهموس توغندي وتوغول، د پاکستان د هوايي ځواک عملیاتي قوماندان پاکستاني جنګي جټ الوتکو ته د ځواب ورکولو امر ورکړ .

د پاکستان جنګي جټ الوتکو د چین جوړ شوي PL-15 اوږد واټنه هوا څخه هوا ته توغول کېدونکي توغندیو په ویشتلو سره د هند ۶ الوتکې، چې ۵ جنګي الوتکې او یوه ډرون هم پکې شامله وه، رانسکورې کړې.

پاکستانیانو ادعا وکړه چې په دې عملیاتو کې د هند د هوايي ځواک درې رافیل جیټ الوتکې، یوه سوخوی سو-۳۰، او یوه میګ-۲۹ الوتکې ویشتل شوې دي، او هیڅ پاکستاني الوتکه نه ده زیانمنه شوی .

خود هغو انځورونو پر بنسټ چې د کارپوهانو لخوا خپاره شوي او تحلیل شوي، د هند له غورځول شویو جنګي الوتکو یوه میراج ۲۰۰۰ وه، او په حقیقت کې، په دې جګړه کې دوه هندي رافیل الوتکې ویشتل شوی دي .

د دې هوايي شخړې په اړه مهمه خبره دا ده چې د دې ځواک د لوړ پوړي قوماندان په وینا، د پاکستان جنګي الوتکې له پولې ۱۰۰ کیلومتره لیرې وې او د دښمن هندي الوتکو سره یې د لید له حد ه لیرې واټن څخه نښته وکړه.

هندي سرچینو له رویټرز سره په یوه مرکه کې تایید کړه چې لږترلږه د دوی درې جنګي الوتکې ویشتل شوې دي. د می د ۷مې د شپې په هوايي جګړه کې تر ټولو لویه ماتې د فرانسوي شرکت داسو وه، چې له کلونو راهیسې یې د خپلو ماډرن رافیل جنګي الوتکو لپاره د پیرودونکو د راجلبولو لپاره په پراخه کچه تبلیغات کول. خو، وروسته له هغه چې له دغو دوو جنګي الوتکو د پاکستان د هوايي ځواک د چینایي جنګي الوتکو لخوا په کشمیر کې وویشتل شوې ، په نړیوال ونډو بازار کې د داسو شرکت د ونډو ارزښت کې کمښت راغې .

د پاکستاني سرچینو په وینا، یوازې ۶ هندي کروز توغندي د پاکستاني پوځ له دفاعي خنډونو له تیریدو وروسته خپل هدفونه په نښه کړي دي.

لوی ټکي: هند،پاکستان،جګړه،ماتې،
مخکینې مطلب

ټولګټو وزارت: په تېرو دوو اوونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې له ۱۵۳ زرو ټنه زیات واردات او صادرات ترسره شوي

بل مطلب

ولسمشر ټرمپ د حماس لخوا د امریکایي عسکر د خوشې کولو هرکلی وکړ

ځانګړي مطالب

خبرونه

په عراق کې یوې وسله‌والې ډلې پر امریکایي اډو د بریدونو ادعا کړې

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 15, 2026
خبرونه

په دوبۍ او منامه کې د امریکا «سيټي بانک» څانګې د ډرون برید هدف ګرځیدلي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 15, 2026
خبرونه

ایراني جنرال: هرمز تنګي تر اوسه نه دی تړل شوی؛ خو بشپړ کنټرول یې زموږ په لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 15, 2026
خبرونه

د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو بریدونه؛ سراج الحق: د اسلامي همکاریو سازمان دې بېړنۍ غونډه راوبولي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 15, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکايي اډو پر ضد د بریدونو ۵۰مه څپه پیل شوه

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026

وروستي

امریکا منځني ختیځ ته ۲۵۰۰ سمندري ځواکونه او جنګي بېړۍ استوي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 15, 2026
0

امنیتي سرچینه: د پاکستاني بریدونو په ځواب کې به داسې اقدام وشي چې دښمن یې تصور هم نه لري

نشرونکی: ح جلال
مارچ 15, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکايي اډو پر ضد د بریدونو ۵۰مه څپه پیل شوه

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

یمني ځواکونو د اشغالي فلسطین پر حیفا بندري ښار لسګونه توغندي ویشتلي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

په تل ابیب او اېلات کې د ایراني ځواکونو بریدونه؛ ۴۰ هدفونه په نښه شوي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

د ریښتنې ژمنې عملیاتو دوام؛ ایراني ځواکونو د صهیونیستي رژیم پر وړاندې پراخ او ځپونکي عملیات پیل کړل

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران د بګرام هوايي اډې د نه سپارلو پرېکړې له امله له افغانستانه مننه وکړه

    24 شریک شوي
    شریکول 10 Tweet 6
  • ملي دفاع وزارت: د مشرقي زون فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان یوه پوسته نیول شوې، ۱۴ عسکر وژل شوي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنیتي سرچینه: د پاکستاني بریدونو په ځواب کې به داسې اقدام وشي چې دښمن یې تصور هم نه لري

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ایران د سعودي پر الامیر سلطان هوايي اډه برید کې ۵ امریکايي د سون‌توکو الوتکې زیانمنې کړې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د عراق اسلامي مقاومت ځواکونو د متحده عربي اماراتو د تېلو ستر تأسیسات په نښه کړي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

په عراق کې یوې وسله‌والې ډلې پر امریکایي اډو د بریدونو ادعا کړې

په دوبۍ او منامه کې د امریکا «سيټي بانک» څانګې د ډرون برید هدف ګرځیدلي

ایراني جنرال: هرمز تنګي تر اوسه نه دی تړل شوی؛ خو بشپړ کنټرول یې زموږ په لاس کې دی

د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو بریدونه؛ سراج الحق: د اسلامي همکاریو سازمان دې بېړنۍ غونډه راوبولي

امریکا منځني ختیځ ته ۲۵۰۰ سمندري ځواکونه او جنګي بېړۍ استوي

امنیتي سرچینه: د پاکستاني بریدونو په ځواب کې به داسې اقدام وشي چې دښمن یې تصور هم نه لري

سپاه پاسداران: د امریکايي اډو پر ضد د بریدونو ۵۰مه څپه پیل شوه

یمني ځواکونو د اشغالي فلسطین پر حیفا بندري ښار لسګونه توغندي ویشتلي

په تل ابیب او اېلات کې د ایراني ځواکونو بریدونه؛ ۴۰ هدفونه په نښه شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com