ولسمشر ټرمپ د حماس لخوا د امریکایي عسکر د خوشې کولو هرکلی وکړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ غویی، ۱۴۰۴ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فلسطین د اسلامي مقاومت حماس له خوا د امریکایي تابعیت لرونکي صهیونیستي عسکر “عیدان الکساندر” د خوشې کېدو هرکلی کړی دی.
ټرمپ په یوه لنډ بیان کې ویلي: «زه د دې اقدام هرکلی کوم. دا یو انساني ګام دی او موږ د هرې هغې هڅې ملاتړ کوو چې د بندي امریکایانو د خلاصون لامل شي.»
حماس نن اعلان وکړ چې د دوی پوځي څانګې، کتائب القسام، پرېکړه کړې، چې عیدان الکساندر، چې د اسرائیلي پوځ غړی او د امریکا تبعه دی، خوشې کړي.
د ویلو ده، چې د ټرمپ لخوا دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې غزه له سخت بشري ناورین سره مخ ده او نړیواله ټولنه د اوربند لپاره هڅې کوي.



