د ولسمشر اردغان ستره بریا؛ پي کي کي ګوند منحل او وسله واله جګړه یې پای ته ورسوله

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ غویی، ۱۴۰۴ل)
په دې اړه نوموړي گوند ته نیژدې خبري آژانس (فیرات) د دوشنبه په ورځ (۲۰۲۵م کال د می ۱۲) خبر ورکړ. د (PKK) منع شوی گوند د روان کال په مارچ میاشت کي د خپل بندي شوي مشر عبدالله اوجالان له خوا د سولې له غوښتنې وروسته له ترکیې سره سمدلاسه اوربند اعلان کړ.
مخکي له هغه دغه ۷۵ کلن بندي خپلو پلویانو ته امر کړی و چي پي کې کې ګوند منحل کړي.
یاد ګوند له ۱۹۸۴م کال راهیسي د ترکیې د حکومت په وړاندي مبارزه کوله. د نوموړي ګوند هدف د یوې خودمختارې کُردۍ سیمې رامنځته کول وو. په ۲۰۱۵م کال کي په دې اړه د سولې خبرې اترې له ناکامۍ سره مخامخ شوې.
مخکې له دې دکردانو د خپلواکۍ له پاره د پي کي کي، مبارزه په عمده توګه د ترکیې په جنوب ختیځ کې چي اکثریت یې کُردان دي تمرکز درلود.
په دا وروستیو کي یې بیا، تمرکز د عراق په شمال کې و، چیرې چې PKK میشت دی. PKK په سوریه کې له خپل کردي جمیعت سره هم نفوذ لري. د ترکیې پوځ په وار وار په دواړو ګاونډیو هېوادونو کې د کرد ملیشو پر وړاندې ځپونکي عملیات ترسره کړي دي.
د ویلو ده، چې دا ولسمشر اردغان، ترکي ملت او ګوند ته یې ستر بریا ګڼل کېږي.



