اقتصادي معاونيت: کورني پانګوال د حاجي ګک کان د استخراج لپاره ۶۵۰ میلیون ډالره پانګونه کوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ غویی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ثور میاشتې په ۲۲مه نېټه له یو شمېر کورنیو پانګوالو سره وکتل، او يادو پانګوالو د حاجي ګک اوسپنې کان د یو بلاک د استخراج او پروسس لپاره یې د ۶۵۰ میلیون ډالرو پانګونې ژمنه وکړه.
دا پانګونه به په درېیو پړاوونو کې تر سره شي، چې هدف یې د کان مسلکي استخراج او دننه په هېواد کې د فابریکې جوړول دي.
اقتصادي معاونيت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پانګوال به له یوې نړیوالې کمپنۍ سره په ګډه کار وکړي ترڅو د اوسپنې کان استخراج له نړیوالو معیارونو سره سم ترسره کړي.
پانګوالو ويلي، په دې پروژه کې به یوه پرمختللې فابریکه هم جوړیږي چې هره ورځ به د ۹۰۰۰ ټنه سفنج اوسپنې د پروسس ظرفیت ولري زياتوي دغه فابریکه به د ۶۰۰۰ کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړي او د هېواد د اوسپنې اړتیا به پوره کړي.
اقتصادي مرستیال د دې پانګونې هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت به پوره همکاري ورسره وکړي.



