غزې ته د بشري مرستو لومړۍ چوپه ورسیده

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ غویی، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې، تازه بشري مرستې د غزې ترانګې جګړه ځپلو سیمو ته رسیدلي دي.
دا مرستې د نړیوالو ادارو او خیریه بنسټونو له لوري برابرې شوې، چې پکې خوراکي توکي، درمل، او د لومړنیو اړتیاوو توکي شامل دي.

ځایي سرچینې وایي چې پر مرستو بار ګڼې لارې د رفح سرحد له لارې غزې داخلې شوې، او د سیمې اړمنو کورنیو ته یې د وېشلو لړۍپیل شوې ده.

د بشري حقونو ډلې وایي چې مرستې لا هم د اړتیا په پرتله کمې دي، او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي، چې د مرستو د داخلېدو بهیر چټک او دوامدار وساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزې اوسېدونکي له تېرو ۲ نیمو کلونو راهیسې له محاصرې، جګړې، د خوراکي توکو او درملو له سخت کمښت سره مخ دي.
د ویلو ده، چې دا مرستې په داسې حال کې رسېږي چې چې ولسمشر ټرمپ راتلونکو څو ساعتونو کې عربي نړۍ ته خپل سفر پیلوي او حماس غورځنګ د ښه نیت ښودلو په پار یو امریکایي تبعه اسرائیلي سرتیری له زندان څخه خوشې کړی ده. تل ابیب هم خپل مرکچي پلاوی دوحې ته لیږلی ترڅو مقاومت سره د اوربند خبرې اترې پیل کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button