مالیې وزارت: په پنځو ولایتونو کې د زرګونو کیلو قاچاقي توکو مخه ونیول شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳غویی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د ماليې وزارت وايي، چې تېره اوونۍ د دغه وزارت د ګمرکونو لوی ریاست ګرځنده څارنې ټیمونو د نیمروز، کندهار، فراه، هرات او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې پراخ عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې لسګونه ټنه قاچاقي توکي نیول شوي دي.

د مالیې وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې په نیول شويو توکو کې ۱۰۱۵۶ کیلو ګرامه چاکلېټ، ۲۹۱۲ کیلو درمل، ۴۰۱۰ کیلو لواشک، ۱۷۹۵ کیلو ملایي، ۱۷۲۰ کیلو رُب، ۱۴۸۵ کیلو مالګه او ۱۳۱۶ کیلو مکروني شامل دي. قاچاق کوونکو غوښتل دا توکي له ګمرکي محصول پرته هیواد ته راوارد کړي.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، نیول شوي توکي او تورن کسان اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي او ټینګار کوي چې د ګرځنده څارنې ټیمونه به د هیواد په کچه د قاچاق پر ضد خپل نظارتي ماموریت ته دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button