برېټانوي ځانګړو ځواکونو افغانستان کې د جنګي جنایتونو او د افغانانو په عامه وژنو اعتراف وکړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ غویی، ۱۴۰۴ل)
د برېټانیا له ۳۰ زیاتو پخوانیو ځانګړو سرتېرو د افغانستان او عراق جګړو پر مهال د جنګي جنایتونو په تړاو حیرانونکي جزییات خپاره کړي دي.
د “SAS” (ځانګړو هوايي ځواکونو) او “SBS” (ځانګړو سمندري ځواکونو) یو شمېر پخوانیو غړو د “بيبيسي پانوراما” پروګرام ته ویلي، چې په افغانستان کې یې له قانوني چوکاټ بهر وژنې ترسره کړې دي.
د دوی په وینا، د شپې لخوا به د افغانانو کورونو ته ورننوتل، خلک به یې د خوب پر مهال وژل، او بیا به یې د صحنې بڼه بدله کړه ترڅو وښيي چې وژل شوي کسان وسلهوال وو. همداراز، ویل شوي چې ملکي وګړي، حتی ماشومان او بنديان، هدف ګرځول شوي دي.
د يو پخواني سرتېري په وينا: “ما یو ماشوم ولید چې لاسونه یې تړلي وو، خو بیا هم پرې ډزې وشوې. هغه ان د جګړې عمر ته هم نږدې نه و.”
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د BBC دغه افشاګري “د چوپتیا ماتې” بللې او ویلي یې دي چې قربانیانو ته باید عدالت تأمین شي.
د اسلامي امارت ویاند مرستیال، حمدالله فطرت، ویلي: “دا اعترافونه د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو له لوري د افغان ولس پر وړاندې د شوي ظلم او جنایت پخلی کوي.”



