د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څلور ورځني سفر په ترڅ کې رياض ته ورسېد

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳غویی، ۱۴۰۴ل)
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختيځ د څلور ورځني سفر په ترڅ کې نن سهار د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته رسېدلی دی.
ټاکل شوې ده چې نوموړی به له سعودي وروسته قطر او متحده عربي اماراتو ته هم سفر وکړي.
د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې، دا سفر به د سيمې له مهمو هېوادونو سره د اقتصادي، سياسي او امنيتي اړيکو پياوړتيا ته ځانګړی تمرکز ولري.
د سعودي عربستان له چارواکو سره د ليدنو تر څنګ، ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ به نن د سوریې د انتقالي حکومت له مشر احمد الشرع سره هم وګوري.
دغه کتنه به د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان په کوربهتوب ترسره شي.
راپورونه وايي چې الشرع به ټرمپ ته په دمشق کې د “ټرمپ برج” د جوړولو وړاندیز وکړي او له نوموړي څخه به وغواړي، چې پر سوريې لګول شوي امريکايي بنديزونه لرې کړي.
همداراز سرچينې زياتوي، چې ولسمشر ټرمپ ممکن د روانې اوونۍ په پنجشنبه ترکيې ته هم سفر وکړي، ترڅو هلته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي تر منځ د احتمالي مخامخ خبرو اترو ملاتړ وکړي.



