جمیل باور
کله چې د سوریې پخوانی رژیم نسکور شو، ډېرو خلکو وېره درلوده چې هېواد به یو ځل بیا د فرقهيي جګړو، بهرنیو لاسوهنو او سیاسي ګډوډۍ ښکار شي. خو د احمد الشرع په راتګ سره، دغو اندېښنو ورو ورو د امید ځای ونیو. هغه یو داسې رهبر ثابت شو، چې نه یوازې د ثبات لپاره ژمنه لري، بلکې د یوې نوې، خپلواکې، او پرمختللي سوریې د جوړښت لپاره عملي ګامونه اخلي.
د سولې لپاره هوډ
احمد الشرع له خپل راتګ سره سم، د ټولو قومونو او مذاهبو د یووالي پیغام ورکړ. هغه وویل چې سوریه د ټولو ګډ کور دی، او هېڅ قوم، ژبه او مذهب پکې له پامه نه غورځول کېږي. د هغه تر مشرۍ لاندې، د ډیرو کلونو وروسته، د هېواد په ډیرو برخو کې جګړې ودریدې او خلک د عادي ژوند پر لور راستانه شول.
له نړۍ سره اړیکې
سره له دې چې احمد الشرع یو مهال د جګړو رهبري کوله؛ خو اوس یې نړۍ ته دا پیغام ورکړی چې سوریه د نړیوالو اصولو پر بنسټ تعامل غواړي. د هغه له خوا له امریکایي، ترکی، قطري او عربي مشرانو سره اړیکو ته لومړیتوب ورکړل شوی. دا چاره نه یوازې د بندیزونو په نرمېدو تمامه شوې، بلکې د اقتصادي همکاریو دروازې یې هم پرانستلې دي.
د هیواد جوړونې پیل
د الشرع حکومت د بیا رغونې کارونه له هغو سیمو پیل کړي چې تر ډېره د جګړې له امله زیانمنې شوې وې. د سړکونو، ښوونځیو، روغتونونو او عامه تاسیساتو رغول، د دې څرګندونه کوي چې اوسنی حکومت یوازې پر امنیت نه، بلکې پر پرمختګ هم تمرکز لري. د اقتصادي پروژو پیل، د کرنې پراختیا، او د داخلي تولید تشویقول د هیواد اقتصادي راتلونکی روښانه ښيي.
د ولسواکۍ هڅې
احمد الشرع ژمن دی چې د واک تمرکز مات کړي، او د هر قوم، سیمې او مذهب خلکو ته د سیاسي ګډون زمینه برابره کړي. د لنډمهاله ملي شورا جوړښت، د نوي اساسي قانون لپاره چمتووالی، او د شفافو ټاکنو ژمنې، د ولسواک نظام د جوړېدو ښې نښې دي.
که څه هم احمد الشرع یو وخت د جګړې برخهوال و، خو نن سبا د سولې، ثبات، او پرمختګ سمبول ګرځېدلی دی. د هغه رهبرۍ ته باید د فرصت له نظره وکتل شي، ځکه چې نننی سوریه یو نوی فصل پیلوي – داسې فصل چې د ټولو خلکو لپاره پکې ځای شته.
یادونه: دا مقاله د کابل ټکی کام د نظر استازیتوب نه کوي، بلکې د لیکوال شخصي تحلیل دی.