کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵غویی، ۱۴۰۴ل)
د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت مسوولين وايي، چې غوایي میاشتې پر ۲۴مه نېټه، ۵۰ تنه افغانان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو، د هغه هېواد له زندانونو څخه ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د ثبت او هرکلي کمېټې د معلوماتو له مخې، دغه کسان د یوې یا دوو ورځو لپاره د پاکستان په زندانونو کې ساتل شوي وو.
سرچينې زياته کړې چې ياد کسان له قانوني بهیر تېرېدو او د اړینو بشري مرستو تر ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته واستول شول.
د مسوولينو په وینا، د افغان بندیانو خلاصون د افغان چارواکو د هڅو او د دواړو هېوادونو د همغږۍ پایله ده.