اخوان‌المسلمین: حماس مبارزه ګټلې، عربي نړۍ کې ستر بدلون را روان دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ غویی، ۱۴۰۴ل)

د اخوان‌المسلمین نړیوال اسلامي غورځنګ ویلي، چې د حماس مقاومت په غزه کې بریا ترلاسه کړې او دا بریا به د عربي نړۍ په سیاسي وضعیت ژور اغېز ولري.

په یوه رسمي بیان کې چې د دې غورځنګ له خوا خپور شوی، راغلي: “د حماس له خوا د اشغال پر ضد مقاومت د اسلامي امت د عزت، وقار او یووالي نښه ده. دا مبارزه بریالۍ شوې او د اسلامي نړۍ د بیدارۍ نوې څپه یې رامنځته کړې.”

اخوان‌المسلمین د حماس هڅې ستایلې او ټینګار یې وکړی، چې دا غورځنګ د فلسطین د ولس قانوني مدافع دی. دوی له ټولو اسلامي او عربي هېوادونو وغوښتل، چې د حماس ملاتړ ته دوام ورکړي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې د فلسطین قضیه یوازې د یو ملت نه، بلکې د ټول امت قضیه ده، او هر مسلمان باید پکې خپل مسؤلیت ادا کړي.

یاد بیان داسې مهال خپرېږي چې د غزې جګړه لا هم روانه ده او حماس وایي، لا هم د مقاومت اراده لري.

مربوطه مطالب

Back to top button