د غزې جګړه؛ حماس ځواکونو ګڼ اسرائیلي پوځیان وژلي- اسلامي جهاد د یوې سترې الوتکې د ویشتلو ادعا کړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ غویی، ۱۴۰۴ل)
د غزې جګړه لا هم په شدت سره روانه ده، د حماس نظامي څانګې، کتائب القسام، او د جهاد اسلامي وسلوالې ډلې سراية القدس د صهیونیستي ځواکونو پر ضد د تازه عملیاتو راپورونه ورکړي، په داسې حال کې چې د عربي نړۍ مشران د جګړې د بندېدو غوښتنه کوي.
کتائب القسام ویلي:د غزې الشجاعیه سیمه کې له صهیونیستي ځواکونو سره یې چې په یو کور کې پټ شوي وو نښتې کړي، چې په پایله کې یې. دوه صهیونیستي سرتېري وژلي دي.
بلخوا، سراية القدس ادعا کړې چې یوه مهمه اسرائیلي څارګره الوتکه یې نسکوره کړې ده. د قدس لېوا اعلامیه وایي:موږ یوه سوبر هیرون ډوله ډرون الوتکه، د مناسبو وسلو په مرسته، د غزې ښار پر فضا کې وویشته او راوغورځوله.”
په ورته وخت کې د لبنان، اردن او مصر مشران د جګړې د درېدو غږونه پورته کړي دی.
د لبنان لومړي وزیر د اسرائیلو اقدامات د “منظم قتل او پراخ ویجاړولو سیاست” بللی او په کلکه یې غندلي دي.
د اردن لومړي وزیر ویلي: “زموږ لومړنۍ اندېښنه دا ده چې جګړه ژر تر ژره ودرېږي او غزې ته د مرستود ننوتو اجازه ورکړل شي.”
او د مصر ولسمشر ویلي:
“د غزې تړانګه د قصدي ویجاړونې ښکار شوې، خلک په زور له خپلو کورونو ایستل کېږي، او د اسرائیل هیڅوک نه بخښي. د فلسطین د خپلواک دولت جوړېدل یوازینی حل لاره ده.”



