په دوحه کې د حماس او اسرائیلو تر منځ د ټولو موضوعاتو په اړه مذاکرات روان دي، هیڅ ډول مخکېني شرطونه نشته

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷غویی، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) یو لوړپوړي چارواکي طاهر النونو وايي چې نن شنبه د حماس او اسرائیلو تر منځ د اوربند په تړاو یوه نوې ناسته په دوحه کې ترسره کېږي.
نوموړي، چې د حماس د سیاسي دفتر د مشر رسنیز سلاکار دی، رویټرز خبري آژانس ته وویل چې دواړه خواوې د ټولو مسایلو په اړه خبرې کوي، پرته له دې چې کوم مخکېني شرطونه پکې ياد شي.
همداراز، د حماس بل مشر محمود مرداوي “العربي تلفزيون ” ته وویل چې د دوحې خبرې دوام لري، ټول مسایل پکې تر بحث لاندې دي، او دا پړاو نه د اسرائيلو پر پخوانیو وړاندیزونو ولاړ دی او نه هم کوم مخکېني شرایط پکې مطرح شوي.
له بلې خوا، یوږ باوري سرچینې د “العربي الجديد” سره خبرو کې وویل چې د حماس پلاوی نن ماښام د قطري منځګړي سره بیړنۍ ناسته لري، ترڅو د اوربند د پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.
سرچینه زیاتوي، اوسنی وړاندیز د دوو میاشتو لپاره د جزئي اوربند طرحه لري، چې په ترڅ کې به د جګړې د بشپړ پای ته رسولو لپاره خبرې روانې وساتل شي:«دا ځل د ضمانتونو کچه جدي ښودل شوې، او د امریکا له خوا واضح ژمنې هم پکې شاملې دي».



