یمني ځواکونو د اشغالي فلسطين بن ګوریون هوایي ډګر بالستیکي توغندیو او ډرونونو سره وویشت

 کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۸غویی، ۱۴۰۴ل)

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند، یحیی سریع، اعلان وکړ چې د دې هېواد توغندیز ځواک د اشغالي فلسطين «بن ګوریون» هوایي ډګر چې د “اللد” په نوم هم یادېږي، په دوه بالستیکي توغندیو هدف ګرځولی دی.

نوموړي ويلي، چې دا عملیات یو “نوی او مهم پوځي اقدام” و، چې په ترڅ کې یې یو فرط‌صوتي توغندی د “فلسطین-۲” او بل د “ذو الفقار” په نوم توغندی ویشتل شوی دی.

نوموړی زياتوي چې دغه عمليات بريالي و چې د بن ګوريون هوايي ډکر الوتنې د څو ساعتونو لپاره بندې شوې او اسرائيلي اشغالګر يې په ويره کې واچول.

په عين حال کې تر توغنديز بريد مخکې د یمن د وسله‌والو ځواکونو بې‌پیلوټه هوايي ځواک هم په همدې هوایي ډګر برید کړی و. دغه برید د “یافا” په نوم یوه ډرون الوتکې له لوري ترسره شوی و.

یحیی سریع د خپلو څرګندونو په دوام کې د اسلامي نړۍ له خلکو وغوښتل چې د فلسطین د مظلومو خلکو ملاتړ وکړي ويې ویل: “ایا دوه میلیاردیز امت نه‌شي کولای چې دوه میلیونه فلسطینیان له نسل‌وژنې او لوږې وژغوري؟”

د یمن وسله‌وال ځواکونه وايي، تر هغه به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، ترڅو په غزه کې پر فلسطینیانو روان یرغل پای ته ورسول شي او کلابندۍ ختمې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button