اسلامي امارت د لومړي ځل لپاره د مسکو امنيتي ناسته کې ګډون کوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۵غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د روسیې د امنیت شورا اعلان کړی چې د لومړي ځل لپاره به د افغانستان د امارت اسلامي استازي د لوړپوړو امنیتي چارواکو په نړیواله ناسته کې ګډون وکړي، چې ټاکل شوې سبا (سې شنبه) په مسکو کې پیل شي.
د روسی خبري آژانس “تاس” د راپور له مخې، د روسیې د امنیت شورا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: ” چې د نن ورځې امنیتي ننګونې او ګواښونه نړیواله بڼه لري او سرحدونه نه پېژني، او هېڅ هېواد نشي کولی په یوازې یا یواځې د دوه اړخیزو همکاریو په چوکاټ کې ورسره مقابله وکړي.”
د مسکو د امنیتي ناستې دا دیارلسم پړاو دی چې درې ورځې به دوام وکړي.
د ناستې په څنډه کې به د جنوب ختیځې آسیا د هېوادونو ټولنه (آسهآن)، بریکس، د شانګهای د همکاریو سازمان او د ګډو منافعو هېوادونو د استازو ترمنځ غیر رسمي خبرې هم وشي.
د روسیې د امنیت شورا ټینګار کړی چې سیمهییز هېوادونه هڅه کوي له نړیوالو قدرتونو سره له تقابل څخه ډډه وکړي او د یو عادلانه او نه بېلېدونکي امنیتي نظام په جوړښت کې فعاله ونډه واخلي.
همداراز، دې شورا زیاته کړې چې د جنوب ختیځې آسیا هېوادونه هڅه کوي له روسیې سره په بېلابېلو امنیتي برخو کې خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.



