اقتصادي معاونیت: په ۲۸ ولایتونو کې ۳۶ صنعتي ساحې تثبيت او وېشل کېږي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۵غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم شيخ الحديث هبت اللّٰه اخندزاده تر مشرۍ لاندې د اقتصادي کمېسيون په غونډه کې پرېکړه شوې چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې تثبيت شوې صنعتي ساحې دې مستحقو کسانو ته وسپارل شي او اړوندې ادارې دې ژر تر ژره د انتقال پروسه بشپړه کړي.

د اقتصادي معاونيت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دا پرېکړې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د اراضۍ رياست تر همغږۍ وروسته شوې دي.

سرچينه زياتوي، دا ساحې به د اسلامي امارت له خوا د منظور شويو قوانينو، طرزالعملونو او مشخصو شرايطو له مخې هغو کسانو ته سپارل کېږي چې د کرنيزو، صنعتي، سوداګريزو او ښارګوټو لپاره يې وړانديز کړی وي. دغه ساحې به له تخنيکي او حقوقي ارزونو وروسته، د پارسلونو ساتنې او معياري استفادې په شرايطو وېشل کېږي.

د خبرپاڼې په وينا، په ٢٨ ولايتونو کې ٣٦ صنعتي ساحې تثبيت شوې دي او د سوداګرۍ وزارت له خوا په ۱۲۵ سکتورونو کې ۲۴۶۹ جريبه ځمکه د صنعتي چارو لپاره مستحقو کسانو ته سپارل شوې ده. په ياد بهير کې د هغو کسانو دوسيې هم ارزول شوې دي چې پخوا يې د ځمکې غوښتنه کړې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button