حماس: له امریکا مو د جګړې د درولو او له غزې د اشغالګرو پوځ د وتلو تضمین غوښتی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د حماس غورځنګ ویاند جهاد طه ویلي، چې دوی له امریکايي منځګړو څخه غزه کې د جګړې د درولو لپاره د “جدي او باوري تضمین” غوښتنه کړې ده.
طه زیاته کړې، چې حماس به یوازې هغه تړون ومني چې پکې د اسرائیلي ځواکونو له ټولې غزې تړانګې څخه وتل او بشپړ اوربند شامل وي.
هغه ټینګار کړی، چې د تلپاتې اوربند پرته به هېڅ ډول هوکړه عملي نهشي، او مقاومت به دوام ومومي تر څو اسرائیل د غزې له اشغال څخه لاس وانخلي.
یادې څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د غزې جګړه خطرناک پړوا ته ننوتې او د ملګرو ملتونو په ګډون، نړیوالې هڅې د اوربند او بشري مرستو د رسېدو لپاره دوام لري.



