پاکستان کابل کې د خپل چارسمبالي موقف سفیر ته لوړوي، اسلامي امارت یې هرکلی وکړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هغه پرېکړه ستایلې چې غواړي په کابل کې د خپلو دیپلوماتیکو اړیکو کچه له شارژدافیر څخه سفیر ته لوړه کړي.

یاد وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی هم ورته اقدام ته چمتو دي، او پلان لري چې په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفارت مشري یو سفیر ته وسپاري.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د دواړو هېوادونو دا ډول ګامونه به د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ، د ګڼو برخو لکه سیاست، اقتصاد، ترانزیت، سوداګرۍ او کډوالو په برخو کې د لا ډېرو همکاریو زمینه برابره کړي.

پاکستان دا پرېکړه وروسته له هغې اعلان کړې چې دواړو هېوادونو د وروستیو میاشتو شخړو او سیاسي ترینګلتیاوو د حل لپاره تماسونه زیات کړي دي.

تر اوسه د پاکستان له لوري د سفیر نوم نه‌دی اعلان شوی، خو د چارو شنونکي دا ګام د یو مهم تحول په توګه ارزوي چې کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې بېرته عادي حالت ته وګرځوي.

مربوطه مطالب

Back to top button