کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د هند یوه لوړ پوړي پوځي چارواکي په لومړي ځل تایید کړې، چې له پاکستان سره د نښتو پر مهال یې جنګې الوتکې له لاسه ورکړې دي، خو د نسکورو شویو الوتکو دقیق شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.
د هند د پوځ لوی درستیز انیل چوهان د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي، چې د پاکستان سره د نښتو پر مهال یو شمېر هندي جنګي الوتکې نسکورې شوې دي.
چوهان زیاته کړې: «شمېر مهم نه دی، خو دا مهمه ده چې ولې الوتکې رانسکورې شوې».
تردې وړاندې پاکستان ادعا کړې وه، چې د هند شپږ جنګي الوتکې یې نسکورې کړې دي، خو هند دا ادعاوې نه وې منلې.
د هند د پوځ دا تازه اعتراف ښيي، چې په سیمه کې پوځي کړکېچونه لا هم روان دي او دواړه هېوادونه د یو بل پر ضد په استخباراتي او پوځي ډګرونو کې پراخ فعالیتونه کوي.


















