کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۴۰۴)
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو ۵ میلیونه ۹۷ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت ویاند په یو تازه ویډیویي پیغام کې ویلي، یوازې په تېرو دوو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه ۲۶۸ زره افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
خو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په همدې موده کې شاوخوا ۵۰۰ زره افغان کډوال له یادو دواړو هېوادونو څخه په جبر ایستل شوي دي.
په تېرو څلورو کلونو کې ایران او پاکستان د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ پراخه کړې، چې له امله یې نه یوازې کورني چارواکي، بلکې نړیوال بنسټونه هم اندېښنه څرګندوي او دغه عمل یې له بشري اصولو سرغړونه بللې.
له بلې خوا، افغان حکومت وايي، له دغې لړۍ سره هممهاله یې هېواد ته راستانه شویو کډوالو ته د لنډمهالې استوګنې زمینه برابره کړې، ولایتونو ته د دوی د لېږد، دایمي سرپناه جوړولو او ځمکو وېش پروسه یې هم پیل کړې ده.


















