افغان پلاوی د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد پروژې د خبرو لپاره عشق‌آباد ته تللی

کابل ټکی کام (کابل، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۴):

د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي پلاوی د ترکمنستان پلازمېنې عشق‌آباد ته په رسمي سفر ولاړ، چې موخه یې د دوه اړخیزو مهمو بنسټیزو پروژو پر پرمختګ خبرې اترې دي.

په پام کې ده چې د دغه سفر په لړ کې د ترکمنستان او افغانستان د برېښنا شرکتونو تخنیکي استازي د هغو مهمو پروژو د پرمختګ په اړه بحثونه وکړي، چې له مخې به له ترکمنستان څخه د الوان دښتې تر سب سټېشن او له هغه ځایه بیا تر ارغندۍ پورې ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد مزي غځېږي.

دغه پروژه، چې پر تخنیکي چارو یې کار روان دی، د افغانستان د انرژۍ سکتور لپاره حیاتي ګڼل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button