کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر پخوانی مشر خالد مشعل وایي، چې د فلسطین ولس د کلونو راهیسې د عربي هېوادونو دروازې د اقصیٰ جومات د آزادۍ لپاره ټکوي، خو لا هم د دغو هېوادونو له خوا کوم عملي ګام نه دی اخیستل شوی.
ښاغلي مشعل دغه څرګندونې په یوه تازه وینا کې کړې دي، چې په نړیوالو رسنیو کې یې پراخ انعکاس موندلی دی. نوموړي ویلي:
“موږ د عربو دروازې وټکولې او اوس یې هم د اقصیٰ د آزادۍ لپاره ټکوو، خو هېڅ ځواب نه راکول کېږي.”
نوموړي دا هم زیاته کړې، چې د اقصیٰ جومات دفاع یوازې د فلسطین د خلکو مسؤلیت نه دی، بلکې دا د ټول امت اسلامي یوه ګډه وجیبه ده، او باید اسلامي هېوادونه د اشغال پر وړاندې یو واحد دریځ خپل کړي.
خالد مشعل د عربو حکومتونو له خوا د فلسطین د قضیې په وړاندې د بېپامي له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د امت بېغوري به د تاریخ په حافظه کې د شرم داغ پاتې شي.


















