کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان ویلي، چې اسلام د ترک ملت له هویت، تاریخ او ژوند سره داسې نښتی دی چې بېله اسلامه د دوی ژوند ناشونی دی.
اردوغان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي:
“لا يمكن للأتراك العيش بدون الإسلام”
ژباړه: “ترکان له اسلام پرته ژوند نه شي کولی.”
نوموړي دا څرګندونې د یوه عام محضر یا دیني مناسبت پر مهال وکړې، او زیاته یې کړه چې د ترکیې ولس تل د خپل دین، کلتور او تمدن ساتنه کړې ده، او اسلام د دوی د هویت اساسي برخه ده.
اردوغان د خپلو خبرو په دوام کې ټینګار وکړ، چې اسلامي ارزښتونه باید د ژوند په ټولو برخو کې خوندي وساتل شي، او ترکیه به د خپل دین، ملت او تاریخي مسؤولیت پر وړاندې هیڅکله شاته نه شي.


















