انصارالله: د یافا، اسدود او ام‌الرشراش ترڅنګ بن ګوریون هوايي ډګر هم په نښه شوی؛ اسرائیلي دفاعي سیستمونه ناکام شول

 کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ غبرګولي، ۱۴۰۴):

د یمن د انصارالله نظامي ویاند اعلان کړی چې د دوی پوځ د اسرائیلو په یافا سیمه کې پر بن ګوریون نړیوال هوايي ډګر یو بالستیک توغنديز برید ترسره کړی دی. د برید له امله د هوايي ډګر فعالیت درېدلی، اته تنه ژوبل شوي او د فضا پر تګ‌راتګ محدودیتونه لګول شوي دي.

د انصارالله ویاند، یحیی سریع، په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د دوی ځواکونو یو دقیق بالستیک توغندی پر بن ګوریون هوايي ډګر وتوغولو، چې د اسرائیلو دفاعي سیستمونه یې له خنډ پرته مات کړل.

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، توغندی د هوايي ډګر په شاوخوا کې لګېدلی، یو موټر یې ویجاړ کړی، یوه ژوره چاونده یې رامنځته کړې او د الوتنو بهیر یې ځنډولی دی.

همداراز، انصارالله زیاتوي چې د دوی بې‌پیلوټه هوايي ځواک درې جلا عملیات ترسره کړي زياتوي په دې عملیاتو کې د اسرائیلو په یافا، اسدود او “ام‌الرشراش” سیمو کې مهم تاسیسات په نښه شوي دي.

د انصارالله په وینا، دا عملیات يې د غزې د کلابندۍ او په غزه کې د روانې جګړې په غبرګون کې ترسره

کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button