کابل ټکی کام (د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۱۲مه)
د اوکراین امنیتي سرچینو ویلي، چې دوی پرون د یکشنبې په ورځ د روسيې پر پوځي هوايي ډګرونو یو لوی بريد ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې د روسيې نږدې ۴۱ پوځي الوتکې ویجاړې شوې دي.
سرچينې زياتوي، دا بريد چې د “پاووتینا” (د سپينې مچۍ جال) په نوم یادیږي، د اوکراین د کورني امنیت ادارې (SBU) له خوا پلان شوی او ترسره شوی دی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دا بريد “په تاریخي کتابونو کې ثبتیدونکی” بللی او ویلي یې دي، چې په دې عملیاتو کې ۱۱۷ بې پیلوټه الوتکې کارول شوې دي او په وينا يې چې دغه بريدونه د روسيې په پنځو سیمو – مورمانسک، ایرکوتسک، ایوانوو، ریازان او آمور – کې ترسره شوي، چې تر ټولو لرې هدف یې د سیبیریا په ایرکوتسک سیمه کې د بیلایا هوايي اډه وه، چې له اوکراین څخه ۴۳۰۰ کیلومتره واټن لري.
د اوکراین د امنیتي ادارې یوې سرچینې ویلي، چې په دې بريدونو کې د روسيې ستراتیژیکې بم غورځوونکې الوتکې لکه Tu-95، Tu-22M3 او A-50 په نښه شوي، چې د اوکراین پر ښارونو د توغندیو د بريدونو لپاره کارول کېدې.
ځايي راپورونه وايي، چې دغه عملیات د اوکراین د ولسمشر او د SBU مشر واسیل مالیوک تر مستقیمې څارنې لاندې ترسره شوي، له ۱۸ میاشتو راهیسې پلان شوي وو.
د اوکرایني سرچینو په وینا، دغه بې پیلوټه الوتکې د لرګینو کانتینرونو په مرسته، چې د لاریو له لارې د روسيې هوايي اډو ته نږدې لیږدول شوې وې، په پټه توګه روسيې ته قاچاق شوې او بیا د بريد لپاره خلاصې شوې دي.
د روسيې دفاع وزارت د دې بريدونو پخلی کړی، خو ویلي یې دي، چې یوازې “یو شمېر الوتکو اور اخیستی” او د ایوانوو، ریازان او آمور په سیمو کې بريدونه د دوی د هوايي دفاع سیسټمونو له خوا شنډ شوي دي.
دغه بريدونه داسې مهال ترسره شوي، چې د اوکراین او روسيې استازي نن دوشنبه (د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۱۲مه) په استانبول کې د سولې خبرو لپاره غونډه کوي.
د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف به د دې هېواد استازیتوب کوي.
زلنسکي ویلي، چې دا بريدونه د روسيې پوځي وړتیاوو ته یو “لوی ګوزار” دی او د اوکراین د خپلواکۍ د دفاع لپاره یو مهم ګام دی.
د اوکرایني سرچینو په وینا، په دې بريدونو کې د روسيې د الوتکو د نښه کولو ارزښت ۷ میلیارده ډالره اټکل شوی دی. خو د روسيې چارواکو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې زیانونه محدود دي او هیڅ ډول تلفات نه دي رامنځته شوي.
د نظامي چارو کارپوهان وايي، که دا زیانونه تایید شي، دا به د روسيې د هوايي ځواک لپاره یو “توره ورځ” وي او د اوکراین پر وړاندې د دوی د توغندیو د بريدونو وړتیا به په پراخه کچه کمزورې شي.
د روسيې نظامي بلاګر ایلیا تومانوف، چې د “فایټربامبر” په نوم پیژندل کیږي، دا بريد د روسيې د اوږد واټن هوايي ځواک لپاره “د پرل هاربر شیبه” بللې ده.
په ورته وخت کې، د اوکراین پوځ ویلي، چې روسيې د یکشنبې په شپه د ۴۷۲ بې پیلوټه الوتکو او اوو توغندیو په کارولو سره پر اوکراین بريدونه کړي، چې دا د جګړې تر ټولو لوی شپنی بريد بلل شوی دی.
دا بريدونه د دواړو خواوو ترمنځ د تاوتریخوالي د نوې کچې ښودنه کوي، په داسې حال کې چې د سولې خبرې اترې نږدې دي


















