تجارت

له یوه هېواده بل هېواد ته پیسې حواله کول څه حکم لري ؟

د فتوې شمېره (۳۶۷)

پوښتنه :

السلام علیکم ورحمة الله ! مفتي صیب محترم !

کله چې مونږ له سعودي څخه خپل وطن ته پیسې لېږو ، نو د حوالې په وسیلې سره یې استوو ، طریقه یې داسې وي چې د حوالو دکاندار ته مونږ مثلا زر ریاله ورکړو له دې چې څومره افغانۍ جوړیږي په کابل کې یې زمونږ د کورنۍ یو نفر ته ورسپاري او دکاندار ته هم یو څو روپۍ ورکوو ، ایا شرعا داسې حواله جایز ده ؟

الجواب وبالله التوفیق :

حواله په دې طریقې سره کول چې خارجي هېواد کې یو کس حواله کونکي ته د دغه هېواد روپۍ ورکړي او یو څه روپۍ ده ته هم ورکړي ، هغه یې بیا په افغانستان کې د ده کورنۍ ته وسپاري دې ته توکیل بالاجرة ( په پیسو باندې څوک وکیل نېول ) ویل کیږي ، شرعا جایز ده .


او د یو هېواد پیسې د بل هېواد پیسو په بدل کې کمې یا زیاتې ورکول هم جایز دي ، سود پکې نه راځي .

الدلیل علی ذلک :

تصح الوکالة باجر وبغیر اجر لان النبی صلی الله علیه وسلم کان یبعث عماله لقبض الصدقات ویجعل لهم عمولة

الفقه الاسلامی وادلته . ټوک : ۵ ، مخ : ۴۰۵۸ ، الوکالة بالاجر

د تفصیل لپاره فتاوی فریدیه کتلی شئ (۷/۱۰۶)



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close