متفرق مسا‌‌ئل

دکلي سره نږدې غیراباده ځمکه باندې قبضه کول

(فتواشمیره: 140)

پوښتنه

بسم الله الرحمن الرحیم:

تر هرڅه دمخه السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته:

 محترما زه ستاسو دمعلوماتو لپاره موضوع لږ په تفصیل سره لیکم،  پاک خدای (ج) دې وکړي چې دلوستلو حوصله یې ولرئ او ماته داسلام او شریعت په رڼا کې لارښودنه وکړئ.

 زموږ په وطن کې یو رواج دی که چا پر یوه خالي ځمکه کرښه راو ګرځوله هغه ځمکه دنوموړي کس ملکیت ګڼل کیږي،  اوس زما سوال دادی چې زموږ په کلي کې زما دنیکه دوخت کنډوالې دي چې اوس یې هم نښانې شته، دوه کاله دمخه مې پر دغه ځای کرښه راوګرځوله، اوس زه غواړم پر دغه ځای دځان لپاره کور جوړ کړم، داچې دا ځای دکلي مینځ دی او نه مالچر بلل کیږی او نه دبل چا دتلو راتلو لاره ده او نه چا ته ضرر لري، یوه هفته مخکې بل کس راغی او زما ددوه کاله مخکې کرښې یې خرابې کړې او غواړي پر دغه ځای ابادي جوړه کړي او هغه کس کوښښ کوي چې داکار په جزائي دعوه بدل کړي نو ددغه مسئلې په اړه مو وغوښتل چې دملا څخه معلومات وکړم ملا صاحب راته وویل چې دغه ځمکه مراع (مال چر) بلل کیږي او نه به ته ورنه استفاده کوې او نه هغه بل کس، نو ماورته وویل چه دنیکه پر کنډوالوباندې خو ابادي کولای شم؟ هغه راته وویل چې هو هغه اباد ولای شې، وروسته چې ماته معلومه شوه نو هغه ملاصاحب ددغه کس دوست دی او مخکې یې په دغه موضوع خبرې سره کړې وې، اوس نو دپخوا کورنو چاردوالی نه درلودې،  نوآیا زه که دنیکه کنډوالې جوړې هم کړم نو کور به مې خوندي نه وي.

 او س محترمینو مراع(مال چر)  راته تشریح کړئ چې په کومو شرائطو یوه ځمکه مراع بلل کیږي؟ که په دغه شکل سره ځمکه مراع کیږي نو داکار به بې اندازې فساد جوړ کړي، ځکه زموږ په وطن کې داسې پر ځمکو باندې ډیرې کرښې شته چې یو دبل پرضد به بل کس ورځي او پر کرښه به یې کرښه راکاږي او ملا صاحبان به هغه ځمکه مراع کوي. په درنښت

(پوښتنه کونکی:اخترمحمد – کندهار – افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

هغه ځمکه چې دکلي مینځ کې یا کلي سره نږدې وي او دچاشخصي ملکیت نه وي او غیراباده پرته وي، دیته دشریعت په اصطلاح کې اراضی متروکه ویل کیږي ، دغه شان ځمکې به دکلي په مصالحو او مشترک ضروریاتو کې استعمالیږي لکه مالچر یا دغنمو لپاره درمند، یا دنورو عامه فوائدو لپاره به ترې کار اخستل کیږي، او په دغه ځمکه باندې دچاشخصي تصرف او قبضه صحیح نه ده، او که شخصي ابادي وشي هغه ورانیدلای شي. او دغه طریقه چې په سوال کې ذکر شوه چې خط ورباندې راکش کړې دهغه ګرځي دا کومه شرعي طریقه نه ده او نه په دې سره دچاملکیت ګرځي، بلکې دغه طریقه د نفرت بې اتفاقي او دجنګونو سبب ګرځي، البته که کلي ابادي زیاته شي او داستوګنې لپاره ځای کم شي، نو چونکې کور اهم ضرورت دی په نسبت دنورو ضروریاتو، نو بیا که دغه کلي والا اتفاق وکړي نو ددوی مینځ کې به مساوي تقسیمیږي او که څوک مخالفت وکړي بیا تقسیم نشي کولای.

( ولا يجوز إحياء ما قرب من العامر ) بل يترك مرعى لهم ومطرحا لحصائدهم لتعلق حقهم به فلم يكن مواتا (شامي ټوک ۶ مخ ۴۳۱)

المادة ( 1271 ) – ( الأراضي القريبة من العمران تترك للأهالي على أن تتخذ مرعى أو بيدرا أو محتطبا وتدعى هذه الأراضي الأراضي المتروكة ) الأراضي القريبة من العمران أي الخارجة عن العمران أو القريبة منه تترك للأهالي على أن تتخذ مرعى أو بيدرا أو محتطبا ولا يعد انتفاع الأهالي منقطعا عن تلك الأراضي ( الطوري ) أن الأراضي الواقعة داخل العمران أي في داخل القصبة والقرية لا تعد مواتا وتدعى هذه الأراضي الأراضي المتروكة فلا يجوز إحياء هذه الأراضي ولا تمليكها لآخر لأنه إذا كان الناس يستعملونها في الحال فهم محتاجون إليها تحقيقا وإذا كانوا لا يستعملونها فهم محتاجون إليها تقديرا وهذه الأراضي هي كالطريق والنهر ( الطوري بزيادة ) . مثلا : لو ملك والي ولاية عرصة مستعملة من القديم لوقوف مركبات أهل قصبته , وأحدث المشتري عليها بناء فيقلع بناؤه وتبقى العرصة كالأول.( درر الحکام فی شرح مجلة الاحکام ټوک۳ مخ ۲۹۶)

القسم الرابع : الأراضي المتروكة , كالطريق العام , والمصلى , والمرعى العام , والمحتطب , والمقبرة , ولما كان هذا القسم من الأراضي ليس له مالك مخصوص لا يتصور فيه البناء والغرس بإذن المالك وإعطاء واحد من العامة أو إعطاء مجموعهم إذنا بالبناء أو الغرس والتصرف فيها على صورة غير الصورة التي وضعت لها لا يجيز ذلك . يلزم على كل حال رفع المحدثات التي عليها وقلعها وإعادتها إلى حالها السابقة . مثلا لو بنى أحد لأهالي قرية محلا لوضع عربات النقل فلأهاليها أن يراجعوا الحاكم ويقلعوا البناء ( البهجة ) ولا تجري في ذلك مسألة إتباع الأقل الأكثر كما تجري في صورة الإنشاء بزعم سبب شرعي , كذلك لا تجري قاعدة إعطاء صاحب البناء قيمة الأبنية مستحقة القلع إذا كان القلع مضرا بالأرض .(دررالحکام شرح مجلة الاحکام ټوک ۲مخ ۵۱۸)

 

 



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close