طهارت او لمونځ

که امام په تراویح کې غلط قرائت ولولي !

د فتوی شمیره : (۱۶۶)


پوښتنه :
السلام علیکم : که قاری صیب په تراویح کې نیم ایت له یو ځای څخه او نیم ایت له بل ځایه تلاوت کړي ، یا دوه ایتونه غلط تکرار کړي اویا دومره قرائت ولولي چې لمونځ پرې صحیح کیږي او څوک فتحه ورکړي نو دا لمونځ صحیح دی او که نه ؟.


الجواب وبالله التوفیق :
د نیمګړي ایت لوستلو او یا غلط تکرارولو په صورت کې که د ایت معنی نه غلطیږي لمونځ یې صحیح دی .
او کله چې امام دومره قرائت وکړي چې لمونځ پرې صحیح کیږي نو فتحه ورکول نه ده پکار ، او که څوک فتحه ورکړي بیا هم لمونځ صحیح کیږي .
الدلیل علی ذلک :
وان لم یکن ( الحذف ) علی وجه الایجاز والترخیم ، فان کان لا یغیر المعنی لا تفسد صلاته .
الفتاوی العالمگیریة ، ټوک : ۱ ، مخ : ۷۹ الفصل الخامس .
ومنها ذکر کلمة مکان کلمة علی وجه البدل ان کان کلمة التی قراها مکان کلمة یقرب معناها وهی فی القران لا تفسد صلاته نحو ان قرأ مکان العلیم الحکیم وان لم تکن تلک الکلمة فی القران لکن یقرب معناها عن ابی حنیفة ومحمد رحمهماالله لا تفسد . الهندیة ، ټوک : ۱ و مخ ۸۰ الفصل الخامس .
واذا کرر ایة واحدة مرارا …واما فی حالة العذر والنسیان فلا باس .
الهندیة ، ټوک : ۱ ، مخ : ۱۰۷ الفصل الخامس
ویکره للمقتدي ان یعجل بالفتح لان الامام ربما یتذکر او یرکع ان قرأ قدر المستحب
حاشیة الطحطاوي علی مراقی الفلاح ، مخ : ۳۳۴ باب ما یفسد الصلاة.



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close