یمن کې له جنګه سره سوله خو په افغانستان کې دجنګ سره جنګ

تبصره . مبصر
د ملګروملتونو لخوا اعلان کړل شوه چې دیمن دواکمن حکومت او مخالفو وسلوالو باغینانو (حوثیانو ) ترمنځ به په کویټ کی دسولې خبرې پیل شي چې دملګروملتونو ددفتر په وینا په یمن کې به دروانې جګړی دپای لپاره ګټور بحثونه وشی .
حوثی یاغیانو له ۲۰۱۴راپدیخوا په یمن کی د موجوده نظام واکمن عبدربه منصور هادي پرخلاف په وسلواله جګړه لاس پور ی کړیدی او تراوسه پوری یی له شپږوزروزیات کسان دجګړې په دوام کی وژلی دی چی په وژلو شو و کی زیات ښځې او ماشومان شامل دی .
په یمن کې دروانې جګړې او وژونوپړه دولتي واکمن پر حوثي یاغیانو او ازادی رسنی او په ځانګړې توګه یی ایرانی رسنی دسعودي عربستان به هوایی اېتلاف چې امریکا یی په سرکی ده وراړوی چی په زرګونه کورونه یی دبمباریو په کولو سره ویجاړ کړیدی .
دروان کال په پیل کې دملګرو ملتونو لخوا په سوریه کې هم دجګړې دپای ته رسولو لپاره لومړی اوربند او پیا دسولې هلې ځلې پیل شوی چې دسوریی دسولی غو نډی په ملګروملتونو کی درې ځلی وشوې او ورسته له درېمې غونډي په سوریه کی اوربندا اعلان شو چی دسولی خبروته یی زمینه برابره کړه .
خو په افسوس سره باید ووایو چی دافغانستان لپاره شعاری سولی لپاره هلی ځلې هغه هم تش په نامه وشوی هغه څه چې جګړه پری پای ته رسیږی هیڅ تصمیم ندی نیول شوی یواځی دسولی په نامه غوډه وشی او په رسینو کی ورته پراخه تبلیغات وشي .
دعراق ، افغانستان او سوریی کړکیچ دری واړه دحل غوښتونکی دی په دری واړو هیوادونو کی مسلمانانو نیول کیږی او وژل کیږي هو هم په درې واړو هیوادونو کی ښارونه په او کلیوالې سیمې په کنډوالو بدلې شوې خو افغان اولس دمخه هم دیوه سره نړیوالو وحشانو یرغل او جګړه زغملې ده تر سورېې او یمن لومړیتوب دافغانستان و چې ملګرو ملتونو کی یی په اړه غونډه شوی وای او لومړی دسولې لپاره اوربند او بیاسولې ته لاره هواره شوی وای .
امریکا چې په افغانستان کی یی لا شوم اهداف ندی ترسره شوی او دسولی لپاره یی هیڅ دمنلو وړ زمینه نده برابره کړی تش په نامه سوله یی افغان اولس ته څو ځله دوکه ورکړی خو سوله یی نه هدف دی او نه اریکا په افغانستان کی سوله غواړی ، دادافغانانو په وینو چې دجګړې کوم څرخ څرخیږی امریکا نه غواړی داڅرخ ودریږی .
امریکا په افغانستان کی جګړه پیل کړی او که چی امریکا وغواړی بندولای ېې شی . امریکا په افغانستان کی دجګړې په دوام کې خپلې ګټې ګوري ځکه یی دملی یووالي حکومت ته دجنګ سره دجنګ نقشه ورکړیده .
تراوسه پوری دملی یووالي حکومت دهرچاریاته لیوالتیا سولې ته ښودله او اوس یی نظر دجګړې په لورې واوړیده ددی مانان خو داشوه چی په افغانستان کی دی تل جګړه روانه وی دافغانانو دوینو سیلاب دی روان وی او ورځ په ورځ دی افغانستان په نړیوال کچه بدنامیږی
څومره مخالفت چې په سوریه او یمن کې ددولت سره دیاغیانو او یا دامریکا لخوا دنوې پروژې داعشیانو روان دی او نه پخلاکیدونکې نظرونه لری دومره مخالفت په افغانستان کې نشته ځکه په افغانستان کی دمذهب او دین په مخالفت جګړه نده روانه او په یمن او سوریه کی دادواړه شته په افغانستان کی یواځې او یواځې دابهرنیو پوځونو په موجودیت او دنظام په اصلاح جګړه روانه ده چی دمیلی یووالی په حکومت کی داخل تر اتیاسلنې پوری په دندو ګمارل شوی اشخاص په خپل هیودکی اصلاح او سل په سلو کی په خپل هیوداکی له پهرنیانو دشتون سره مخلف دي .
ملګري ملتونه ، اروپایي اتحادیه او اسلامی غړی هیوادونه پدی مکلف دي او دایی دنده ده چی دمنځنی اسیا دامن لپاره په افغانستان کی جنګ سره جنګ ونشی بلکه جنګ ته په سوله ځواب ورکړل شی داچې اوس ددفاع او یاکورنیو چارو دوزارتونو چارواکی دجنګ سره دجنګ وینا به کنفرانسونوکی کوی دوی دجنګ سره دجنګ له پایلو ناخبره دی دوی دنړیوال تاریخ څخه هم ناخبره دی.



