کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ غبرګولی،۱۴۰۴ل)
د حماس نظامي څانګې القسام ادعا کړې، چې د غزې ښار په شجاعیه سیمه کې یې دوه صهیونیستي پوځیان وژلي دي.
القسام لېوا په خپل بیان کې ویلي چې مقاومت د اشغالګرو د وحشي بریدونو پر ضد د ځپونکې جګړې مشري کوي، او دښمن ته هره ورځ درانه ځاني او مالي زیانونه اړوي.
غورځنګ ټینګار کړی چې یوازینی حل د اسیرانو د تبادلې پراخ تړون دی، چې نتنياهو یې مخالفت کوي. حماس زیاتوي، د نتنياهو د بریا ادعا وهم دی، او جګړه یې پر سیاسي بار بدله شوې ده.
په ورته وخت کې اسرائيلي چارواکي اندېښنه لري چې جګړې چریکي بڼه غوره کړې، پوځ له درنو تلفاتو سره مخ دی، او په غزه کې یې شتون ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
د ویلو ده،.چې د روانې جون میاشتې راهیسې، مقاومت په ختیځه او جنوبي غزه کې بریدونه زیات کړي، له کمینونو او ماینونو کار اخلي او تر ډېره له مخامخ نښتو ډډه کوي.


















