کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د صهیونیستي ځواکونو یو لوړپوړی پخواني جنرال «اسحاق بریک» ویلي، چې د دوی پوځ نور د جګړې توان نه لري او ژر به اړ شي چې احتیاطي سرتېري غزې ته ولېږي.
نوموړي ویلي، چې پوځ به ډېر ژر عادي عسکرو ته دمه ورکړي، ځکه نه یوازې دا چې جګړهییز فشار زیات شوی، بلکې د «اسراییلو» اقتصادي توان هم د زوال پر لور روان دی.
اسحاق بریک زیاتوي: « اسراییل نور دا ظرفیت نه لري چې خپل جنګي ماشین پرمخ بوځي، او حقیقت به د نړیوالو خلکو پر وړاندې بربنډ شي.»
هغه په څرګنده اعتراف کړی، چې پوځیې چې ځان د منځني ختیځ تر ټولو قوي پوځ باله، د حماس له لوري ماتې خوړلې، او که همداسې روان وي، نو ډېر ژر به د نړۍ خلکو د خندا شي.
د یادونې وړ ده، چې نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د غزې جګړه کې صهیونیستي ځواکونو ته درانه مالي -ځاني اوښتي او لا هم د حماس مقاومت نه دی مات شوی.


















