کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “عبدالمالک بدرالدین حوثي” یو ځل بیا د اسرایيلو پر ضد له خپل دریځ څخه د نه شاتګ اعلان کړی او د یمن وسلوالو ځواکونو ته یې امر وکړ چې د صهیونیستي رژیم د مرکز، تل ابیب، پر ضد پراخ بریدونه پیل کړي.
حوثي په خپل تازه وینا کې چې د المسیره تلویزیون له لارې خپرېده وویل:
“د فلسطیني ملت ملاتړ زموږ دیني، انساني او اخلاقي مکلفیت دی. موږ به د غزې د محاصرې، بمبارۍ او ظلم په مقابل کې چوپه خوله پاتې نه شو.”
هغه زیاته کړه چې د یمن توغندیز او ډرون ځواکونه دې له هر ډول تردد پرته د صهیونیسټ رژیم پر اهدافو، په ځانګړي ډول تل ابیب، پراخ بریدونه پیل کړي. نوموړي خبرداری ورکړ چې که د غزې محاصره پای ته ونه رسېږي او صهیونیستي رژیم خپلې وحشي حملې بندې نه کړي، یمن به نور حساس اهداف هم په نښه کړي.
عبدالمالک حوثي د امریکا او بریتانیا هغه بمبارۍ هم وغندلې چې د تېرو میاشتو په ترڅ کې یې پر یمني اهدافو ترسره کړې وې او ویې ویل چې دا حملې د صهیونیست رژیم د ژغورنې لپاره ترسره کېږي، خو یمن یې پر وړاندې تسلیمېدونکی نه دی.
حوثي دا تازه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د یمني ځواکونو له تېر یو نیم کال راهیسې د سره بحیرې، بابالمندب، او عربي بحیرې اړوندو سیمو کې د صهیونیستي رژیم او د هغه د ملاتړو بېړۍ تر بریدونو لاندې نیولي او ګڼ شمېر نړیوال شرکتونه اړ شوي چې د دې لارې پر ځای نورې بدیلې لارې وکاروي.
سرچینې وايي چې د حوثي دغه نوې اعلامیه ښيي چې یمن اوس غواړي د جګړې لمن په مستقیم ډول تر اسرائیلو پراخه کړي او ممکن تل ابیب ته د حملو جدي تابیا نیول شوې وي.


















