کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د یمن انصارالله اسلامي غورځنګ وایي، چې د فلسطیني مقاومت مشهوره ډله “عزالدین القسام” لېوا د ټولې نړۍ د ازادۍ غوښتونکو جریانونو لپاره د الهام یوه نه ختمېدونکې سرچینه ده.
د الجزیرې د راپور له مخې، د انصارالله اسلامي غورځنګ د رهبرۍ شورا غړي او د یادې ډلې د مشر “سید بدرالدین عبدالمالک الحوثي” مرستیال ویاند “نصرالدین عامر” ټينګار کړی، چې تر هغو د القسام په څېر غازیان او مبارزین په اسلامي امت کې وي، دا امت به هېڅکله هم ذلت و نه مني.
عامر زیاته کړې، سره له دې چې موږ د خپلو شتو او امکاناتو له پلوه محدود یو، خو بیا هم د غزې ترڅنګ ولاړ یو او د فلسطیني ولس او مقاومت ملاتړ ته ژمن یو.
د ویلو ده، چې د انصارالله اسلامي غورځنګ د مرستیال ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي، چې د غزې جګړه لا هم روانه ده او د اسرائیلي یرغل پر وړاندې د القسام ځواکونه سخت مقاومت کوي.


















