امریکايي سفیر: د یمني بریدونو له ګواښ سره حساس مرکزونه او سفارت هم خوندي نه‌دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

په اشغالي فلسطين (اسراییلو) کې د امریکا سفیر مایک هاكابي د یمن له لوري د توغول شويو بریدونو په اړه تازه څرګندونې کړي او ويلي يې دي چې دغه بریدونه ورځ تر بلې زیاتېږي او د اسرایيلو په اشغال شوې خاوره کې پراخه وېره خپروي.

هاکابي د امریکا “فوکس نيوز” ټلویزیوني شبکې ته په تازه خبرو کې ویلي: “هیڅ څوک د یمن له لوري د راتوغول کيدونکو بریدونو څخه خوندي نه‌دی. دغه بریدونه تقریبا هره ورځ ترسره کېږي او موږ اړ يو چې هر یو یا دوه ورځې وروسته د توغندیو د بریدونو له امله پناه ځایونو ته ولاړ شو.”

د امریکا سفیر زیاتوي چې کله د خطر زنګ (صفاره) وشرنګېږي، دوی یواځې ۹۰ ثانیې وخت لري چې د خوندیتوب پناه‌ځای ته ځان ورسوي، که هغه په سفارت کې وي یا د استوګنې په ځای کې.

نوموړی وایي: “هر ځل چې د برید خبر راشي، موږ اړ کېږو چې سفارت تخلیه کړو او ټول کارکوونکي خوندي ځای ته انتقال کړو.”

مایک هاکابي همداراز څرګنده کړې چې حتی د اسرایيلو حساس امنیتي مرکزونه هم د یمني توغندیو له خطره خوندي نه‌دي.

هغه وویل: “یوه شپه چې د موساد له مشر سره مې ناسته درلوده، د خطر زنګ وشرنګېد او موږ سمدستي خوندي پناه ځای ته لاړو.”

د امریکا د سفیر څرګندونې په داسې حال کې دي چې د یمن انصارالله ډلې له تېرو څو میاشتو راهیسې د غزې د جنګ په غبرګون کې د اسرایيلو پر لور توغندي توغولي او د امریکا او اسرایيلو د پرمختللو دفاعي سیسټمونو د کمزورۍ په اړه پوښتنې راپورته شوې دي.

د شنونکو په باور، د امریکا او اسرایيلو ګډه دفاعي همکاري نه‌ ده توانېدلې چې د یمن له خاورې د راتلونکو توغندیو مخه ونیسي، چې دا چاره د دواړو هېوادونو لپاره ستره امنیتي ننګونه بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button