د اسرائیلي بریدونو مرګونی هدف: د سپاه پاسداران او اټومي برنامې لوړپوړي مشران وژل شوي – نوملړ دلته ولولئ

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د ایران دولتي رسنیو نن جمعه راپور ورکړی چې اسراییلي الوتکو د دغه هېواد په ځینو مهمو نظامي او اتومي تأسیساتو هوایي بریدونه کړي دي، چې له امله یې د ایران د پوځ او سپاه پاسداران ګڼ لوړپوړي چارواکي وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، بریدونه د جمعې سهار د تهران په شمال کې د “شهید جمران” کمپلکس په ګډون په څو حساسو سیمو ترسره شوي، چې د ایران د وسلهوالو ځواکونو مهم مرکزي دفترونه او اټومي مرکزونه پکې ځای لري.
په دغو بریدونو کې لاندې لوړپوړي چارواکي او علمي شخصیتونه وژل شوي دي:
د سپاه پاسداران عمومي قومندان، لواء حسین سلامي
د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز، لواء محمد باقري
د اسلامي آزاد پوهنتون رئیس، ډاکټر محمد مهدي طهرانچي
پخوانی اټومي ساینسپوه او د انرژۍ ادارې مشر، فریدون عباسي
د خاتم الانبیا مقر قومندان، لواء غلام علي رشید
ایراني تلویزیون د بریدونو په اړه یو ژوندی راپور خپور کړی چې په کې د “شهید جمران” کمپلکس هدف ګرځېدل تایید شوي، او یاد شوي چې دا سیمه د وسلهوالو ځواکونو تر ادارې لاندې ده.



