ايران له ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه د اسراییلي بریدونو پر ضد د بېړنۍ غونډې غوښتنه وکړه

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د ایران دایمي استازولۍ په یوه رسمي لیک کې له یادې شورا غوښتي، چې د اسراییلي ځواکونو د وروستیو بریدونو په تړاو بېړنۍ غونډه راوبولي.

په لیک کې راغلي، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو او همداراز د هېواد پر لوړپوړو پوځي چارواکو اسراییلي بریدونه د امریکا د ملاتړ پر بنسټ ترسره شوي دي.

د ایران استازولۍ دغه بریدونه “جنایت‌کاره اقدام” بللي او له امنیت شورا یې غوښتي، چې ژر تر ژره بېړنۍ غونډه راوبولي او د اسراییلي بریدونو پر وړاندې قاطع اقدام وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button