کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۴)
ایراني خبري اژانس تسنیم خبر ورکړی، چې د ایران اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قوماندان سردار امیر علي حاجيزاده د اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې شهید شوی دی.
دغه بریدونه، چې نن جمعه سهار وختي د اسرائیلو له لوري پر ایران شوي، له امله یې د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان په ګډون یو شمېر نور لوړپوړي پوځي چارواکي هم وژل شوي دي.
د تسنیم د راپور له مخې، د اسرائیلي بریدونو په پایله کې تر دې دمه د ایران شپږ اټومي ساینسپوهان او یو شمېر نور لوړپوړي نظامي مشران وژل شوي دي.
د اسرائیلو او ایران تر منځ روان کړکېچ له تېرو څو میاشتو راهیسې روان و؛ خو اوس د دواړو اړخونو تر منځ پوځي ټکر د پراخېدو په حال کې ښکاري.
د یادونې وړ ده، چې سردار امیر علي حاجي.زاده د ایران د توغندیزو، بېپیلوټه، او هوافضایي چارو مهم مسؤل بلل کېده، او له اوږدې مودې راهیسې یې د دې برخې مشري پر غاړه لرله.















