د ایران وسله والو ځواکونو یوه پرمختللې اسرائیلي جنګې الوتکه ویشتلې

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د ایران دفاعي چارواکو اعلان کړی، چې یوه جنګي الوتکه چې د اسراییلو اړوند وه، د هېواد هوایي حریم ته د ننه کېدو پر مهال تشخیص او ویشتلې ده.

د راپورونو له مخې، الوتکې هڅه کوله چې د ایران پر مهمو نظامي تأسیساتو برید ترسره کړي، خو د هوايي دفاع ځواکونه په وخت خبردار شول او الوتکه یې د پرمختللي دفاعي سیستم په وسیله راوغورځوله.

ایراني سرچینو ویلي، چې دا اقدام د ایران د هوايي حاکمیت د نقض په غبرګون کې ترسره شو او دا دښمن ته یو جدي خبرداری دی چې له هر ډول تجاوز څخه دې لاس واخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button